IQNA

  د «استاد یاد» نړیوال ویبینار د استاد عبدالرسول عبایي په یاد کې جوړېږي

11:08 - April 30, 2025
د خبر لمبر: 3491040
ایکنا - د خداي بخښلي استاد عبدالرسول عبایي په یاد کې د «استاد یاد» نومې نړیوال ویبینار ، د استاد د مقام د لمانځنې په مناسبت، د ایران  د قرآنی پوهنتونوالو د ادارې  په هڅو، چې د جهاد پوهنتون پورې اړه لري، او د نور قرآنی کلب (د قرآنی زده‌کوونکو چینل) په ملګرتیا سره جوړېږي.

ایکنانیوز راپور راکوي، دا نړیوال ویبینار به د غواي د میاشتې په پنځلمسه  ماښام ،یعني د راتلونکي  د دوشنبې په ماښام،   (د ماښام ۷:۳۰   تر ۱۰ بجو) ترسره شي،چې پکې یو شمېر نړیوال قرآنی استادان به د استاد عبایي د شخصیت او آثارو په اړه ویناوې وکړي.

ویبینار به د ایران د قرآنی پوهنتونوالو د ادارې مشر او د ایکنا نیوز خبری آژانس اجراوي مدیر  جلیل بیت‌مشعلي، په ښه راغلاست سره پیل شي. ورپسې به د عراق د قرآنی مخکښ رافع العامري او د ایران د قرآنی مخکښانو لکه سیدمحسن موسوي‌بلده، کریم دولتی او داوود تک‌فلاح ویناوې وکړي.

په دغو دستورو کې به د خوزستان ولایت د  کلتوري پوهنتون زده‌کوونکی سیدعزیز سیدنور، د بابل د طبي علومو پوهنتون زده‌کوونکی ابوالفضل امام‌قلی‌تبار او د بابل د نوشیرواني پوهنتون زده‌کوونکی محمدرضا شیرازی د قرآن کریم آیتونه تلاوت کړي. همدارنګه، د استاد عبایي یو لمسی او د قرآن حافظ او قاري په توګه محمدحسن ظهوري‌پور، په دې ویبینار کې ګډون کوي.

لیوال کسان د دې ویبینار لپاره   https://www.skyroom.online/ch/roytab/qa.jde.ir   ادرس له لارې ګډون کولی شي.

په دې پروګرام کې د ګډون لپاره د کارؤنکی او پسورډ  اړتیا نشته او ګډونوال به د میلمه په توګه د ویبینار فضا ته  وارد شي.

برگزاری وبینار بین‌المللی «یاد استاد» گرامیداشت استاد عبایی

https://iqna.ir/fa/news/4279086   

captcha